— <b>د بولۍ ليکې څخه د کاريال د پيل لپاره کارېدونکي آرګومېنټونه</b>

کله چې د <tt>-v</tt> یا <tt>--version</tt> ارزښتوړي سره پیل شي، د Kickshaw اوسنۍ نسخه ښودل کېږي. <tt>-h</tt> او <tt>--help</tt> ارزښتوړي د دې مشورو کړکۍ ته د لاسرسي څرنګوالي تشریح کولو لپاره کارول کېږي، ورپسې د منل شوو ارزښتوړو لست راځي.
&#8207;Kickshaw کولی شي د غورنۍ دوتنې ته د دوتنه لارې د ارزښتوړي سره هم پیل شي. د یوې ګټورې اغېزې په توګه، دا د دوتنه سمبالګرو کې د تړاو غورنۍ په کارولو سره د Kickshaw سره د غورنۍ دوتنو پرانستل ممکن کوي.

— <b>د Kickshaw لخوا جوړې شوې دوتنې</b>

<b>دایمي</b>

&#8207;Kickshaw د کارن د کور نوملړ کې د <tt>.kickshawrc</tt> په نوم خپله د امستنې دوتنه جوړوي.

<b>لنډمهاله</b>

د هر سمون لپاره، د <tt>/tmp/kickshaw.XXXXXX</tt> کې د ناکړ انبار دوتنه جوړه کېږي (X ګانې د خوښې توري او شمېرو لپاره ځای نیونکې دي). که چېرې کاريال په ناڅاپي توګه بند شي، پوښۍ به پاتې شي، خو دا باید اندېښنه رامنځته نه کړي ځکه چې دا یوازې وړې دوتنې لري او معمولاً به تر راتلونکي بیا پیل پورې په خودکاره توګه ړنګه شي.

&#8207;Kickshaw همداراز د کور پوښۍ کې د <tt>.kickshaw_autosave</tt> په نوم یوه د خودکار ساتلو دوتنه جوړوي. دا د هر سمون وروسته نوې کېږي او کله چې کاريال وتړل شي نو ړنګېږي. که چېرې Kickshaw په ناسمه توګه ودرول شوی وي، د کاريال په راتلونکي پیل کې له کارن څخه پوښتنه کېږي چې ایا غواړي غورنۍ له خودکار ساتلو څخه بیا راوړي یا خودکار ساتل ړنګ کړي.
